ننګرهار ولایت کي د پیښو پر وړاندي چمتووالی ریاست چتر لاندي ۱۴۳ فامیلونو ته د حفظ الصحي کیټونه وویشل شو

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۸ - ۹:۴۶
news

ننګرهارــــ۴جمادي الثاني۱۴۴۴
ذکر شوي فامیلونو کي ۱۳۷ فامیلونه د اچین ولسوالي او ۶ فامیلونه د دره نور ولسوالي  اړوند سروي شوي چي ددي ریاست سره په هماهنګي د ژغورنی نړیوالي مؤسسي IRC ،  او داکار DACAAR مؤسسو له لوري په ګډه سروي او مستحق پیژندل شوي دي.
د داکار مؤسسي د استازي په وینا په مرسته شوي مرستو کي ۱۹ قلمه موادو شامل دي چي عبارت دي له: جامو صابون، د مخ لاس صابون (دیتول)، گروپ دستی، ناخون گیر، صابون دانئ، تشونه د اوبو لپاره،د اوبو بوشکی ۲۰ لیتره،د اوبو ستل، د اوبو لوته،جارو، روی پاکونه او داسی نور.
د یادو مرستو ترلاسه کوونکو د پیښو پر وړاندي چمتووالی ریاست څخه مننه ترسره کړه چي ددوي غږ په خپل وخت واوریدل شو او عاجلي مرستي ورسره ترسره شوي.
په اخره کي د ننګرهار ولایت پیښو پر وړاندي چمتووالي ریاست استازي د ذکر شوي مؤسسي د استازو څخه مننه ترسره کړه او زیاته يی کړه چي ننګرهار ولایت پیښو پر وړاندي چمتووالی ریاست ټول کارمندان د مؤسسو سره همکار دي ترڅو بي وزله او زیانمن شوي فامیلونه ته پر خپل وخت مرسته او کمک ورسیږي او مؤسسي استازو ته يي لارښونه وکړه چي خپل کارونه شفاف، دقیق او پرخپل وخت ترسره کړي.
د یادوني وړ ده چي چي د کامي ولسوالی ته به هم ددي ریاست په هماهنګي د داکار مؤسسي له لوري یاده مرسته توزیع شي.

تصویر خبر

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .