نن ورځ یک شنبه له پېښو سره دمبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس الحاج ملانورالدین ترابي د کاتولیک خیریه نړیوالي مؤسیسې د استازي برانون مور او دکابل ددفتر رئیس احمد فرید صمیمي سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۶:۵۷
news image

ترابي صاحب د یادي مؤسیسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او وویل چي افغانستان یو له هغه هیوادنو څخه دی چي د طبعي او غیر طبعي پېښو سره زیات مخ دی.
همداراز ترابي صاحب زیاته کړه چي په هر ولایت کي مؤسیسات پروژې تطبیق کوي، موږ ورته پوره ژمن یو او ورسره همکاره یو تر څو زیانمني کورنۍ د مرستو څخه ژر برخمني سي.
په افغانستان کي د یادي مؤسیسې استازي برانون مور وویل چي یاده مؤسیسه د ډیر وخت راهیسي افغانستان کي فعالیت لري او تل یې د طبعي او غیر طبعي پېښو  په برخه کي همکاري کړي ده.
ښاغلي برانون مور د ترابي صاحب څخه ځانګړي مننه وکړل چي تل یی زموږ سره په هره برخه کي همکاري کړي ده او زموږ کارونه یې د اصولو له مخي ژر راخلاص کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې یاده تفاهم نامه د یومیلیون او څلویښت زره  اوه سوه او دوه(١,٠٤٠,٧٠٢) ډالرو په ارزښت تفاهم نامه لاسلیک سوه، چې له مخې به یې
١— د اقلیم د زیان په اړه د هېواد په شپږو ولایتونو هرات، کندهار، پکتیکا، هلمند، غزني او زابل ولایتونو کې چي مشري یې CRS مؤسیسه کوي، د نورو مؤسیساتو په مرسته معلومات راټولوي، تحلیلوي او د هغو معلومات د ارزونې راپور جوړول.
۲— هرات ولایت په انجیل، ګذره،  کشک کونه  او رباط سنګي ولسوالیو کې لاندې لاندي فعالیتونه ترسره کوي. 
 ۳— په ٢٠ کلیو کې د پېښو دخطرونو د مدیریت کمېټې جوړول او د ٥٠٠ کسانو د ظرفیت لوړولو پروګرام تطبیقول. 
۴—  د پېښو د خطرونو د مدیریت پلان جوړونه آسانه کول. 
۵—  د ټولنې په کچه د خطرونو د مخنیوي او چمتوالي پیاوړتیا لپاره د ټولنې DRM برابرول.
۶—  د روزونکو کارمندانو لپاره د پېښو د خطرونو دمدیریت د آسانه کولو روزنه. 
۷—  د DRM کمېټو ته عملي تعقیبي ملاتړ چمتو کول.

نېټه: ۱۴۴۷/۳/۱۴ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۳:۱۲
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۱۵ مستحقو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آغاخان موسسې  (AKAH)ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه  لیک له مخې، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۳:۸
Background image

د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۲۰۷ مستحقو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماهو موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویلوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د دې ولایت د مرکز او الجهاد ولسوالۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۳:۱
Background image

د بدخشان ولایت په یاوان ولسوالۍ کې د یو اوسپنیز کانکریټي حفاظتي دیوال کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژوند بنسټ د ټولنیزې او اقتصادي پرمختیا موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویلوونکی یې د کنسرن موسسه ده. د بدخشان ولایت له. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .