په ارزګان ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول 

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۰:۲۹
تصویر خبر

د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست سره په همغږۍ د DAFA ماین‌پاکۍ موسسې تخنیکي ټیم، د یاد ولایت په مرکزترینکوټ کې د خانقۍپه سیمه کې د تېرو جګړو پاتې شوي یو شمېر ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول شنډ کړل.

د یادونې وړ ده، چې په دې توکو کې پنځه عدد بېلابېل ناچاوده توکی شامل وو، چې د خانقۍ د کلي له سیمې څخه ترلاسه شول او د خوندیتوب بشپړو اصولو په مراعتولو سره له منځه یوړل شول.

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسئولینو وویل، ناچاوده توکي د ښاریانو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، د ژوند لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي. هغوی د سیمې له اوسېدونکو وغوښتل چې د شکمنو توکو د لېدو په صورت کې دې له لاس وهلو څخه ډډه وکړي او دموضوع په اړه دې سمدستي اړوندو مسئولینو ته راپور کړي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۹/۱۹ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۱:۱
Background image

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دارالایتام د ماشومانو لپاره د البسې کېټونه ووېشل

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یونیسف سازمان په همکارۍ، د دارالایتام او مدرسو مستحقو ماشومانو ته د یاد ولایت په مرکز کې د البسې کېټونه ووېشل شول.

په دې بهیر کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۹:۳۲
Background image

د فاریاب ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې بېلابېل چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شول 

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د  (DAFA) ماین پاکۍ مؤسسې په ملاتړ د یاد ولایت د دولت آباد ولسوالۍ اړوند بېلابېل چاودېدونکي توکي کشف او په خوندي توګه له منځه یوړل. 

د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۴:۱۷
Background image

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۹۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او په آسیا کې د نړۍ ټولنیزو خدمتونو (CWSA) موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .