په افغانستان کې د بشري مرستو دوام ته د آقا خان دفتر ژمنتیا

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۷ - ۹:۵۷
news photo

کابل- د مرغومي ۷مه-۱۴۰۱
محترم الحاج ملا محمد عباس آخند پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر، د ښاغلي علي اکبر پسناني په افغانستان کې د آقا خان له ځانګړي استازي او د استوګنې لپاره د آقا خان د دفتر له استازو سره وکتل.
په دې کتنه کې الحاج ملا محمد عباس آخند د ښه راغلاست ترڅنګ په افغانستان کې د آقاخان دفتر له فعالیتونو څخه د ستاینې په ترڅ کې وویل: د پیښو او بیړنیو حالاتو په مدیریت کې د آقاخان دفتر همکاري مهمه او حیاتي ده.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر په وروستیو لسیزو کې جګړو او د طبیعي پېښو په وړاندې د خلکو د زیانونو کچې ته په اشارې سره، د پېښو مدیریت په برخه کې د بېړنیو پروژو د پلي کولو، د بېړنیو بشري مرستو او نورو چارو په برخه کې د آقا خان له دفتر سره د نږدې همکارۍ او همغږۍ غوښتنه وکړه. 
ورپسې علي اکبر پسناني په افغانستان کې د آقا خان ځانګړي استازي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر له ملاتړ څخه د مننې په ترڅ کې وویل: د استوګنې لپاره د آقا خان دفتر د طبیعي پیښو د خطرونو د نقشې ترتیب، لټون او ژغورنې، بیړنۍ بشري رسېدنه، د کوچنیو بیړنیو پروژو پلي کولو او د دې وزارت د کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړولو په برخو کې کار کوي.
ښاغلي پساني زیاته کړه، د آقا خان بنسټ په افغانستان کې په ۱۱ موسسو کې فعالیت کوي، چې شاوخوا لس زره کسان پکې په کار بوخت دي او په افغانستان کې شاوخوا شپږ میلیونه وګړي ترې ګټه پورته کوي. نوموړي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت له وزیر څخه د آقاخان د دفترونو سره د همکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه.
په پاۍ کې دواړو لوریو د لا زیاتو همکاریو په اړه خبرې وکړې او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر ژمنه وکړه، چې د آقا خان د دفتر شته ستونزو او ننګونو ته به مناسبې حل لارې ومومي.

تصویر خبر

تصویر خبر




 

تصویر خبر

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .