په بادغیس ولایت کې ۳۳۰ کورنیو خوراکې او غیر خوراکي مرستې ترلاسه کړې
قلعه نو- د سلواغې ۲۳مه۱۴۰۱
د بادغیس ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت په مرکز کې ۳۳۰ زیانمنو، معلولینو او د شهیدانو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو چینایي وریجې، ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو دال نخود، ۴ تختې کمپلې او ۲ کیلو مایع ګاز ووېشل شول.
