په بلخ ولایت کې د نن ورځې سهارنۍ زلزلې له امله زیانمنو شویو ته د رسېدنې بهیر پیل شو
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس؛ محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د نن ورځې سهارنۍ زلزلې له امله زیانمنو شویو ته د رسېدنې بهیر پیل کړ.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دې پېښې له امله ۱۰ تنه سختو ټپیانو هر یو ته لس زره (10000) افغانۍ نغدې پیسې ووېشل شوې.
