په جوزجان ولایت کې د ماین پاکۍ له بهیر او فعالیتونو څخه څارنه وشوه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
تصویر خبر

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په فیض‌آباد ولسوالۍ کې په ماینونو او ناچاوده توکو د ککړو سیمو د پاکولو له بهیر څخه څارنه وکړه.

دا څارنه د DAFA ماین پاکۍ مؤسسې او د QRT-03 پروژې سره د شوي هوکړه لیک په چوکاټ کې ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د ریاست پلاوي له کاري سیمو څخه لیدنه وکړه او د تخنیکي ټیمونو د فعالیتونو د کیفیت ارزونه یې وکړه.

د دې بهیر په ترڅ کې، په حیدرآباد کلي کې یو کړۍ ماین په خوندي ډول خنثی شو. له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست دغه اقدامات د امنیت په ټینګښت او د ماینونو د خطرونو په کمولو کې اغېزمن بللي دي.

نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۵ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۴:۲۲
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د نړیوالو او داخلي مؤسسو له استازو سره سیلاب ځپلو ته د رسیدنې په موخه غونډه وکړل

نن ورځ پنج شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي د وروستیو سېلابونو له امله د بېړني غبرګون او زیانمنو کورنیو ته د چټکې رسېدنې په موخه د نړیوالو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۴۸
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۵۰ مستحقو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د APSSO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په همکارۍ، د کابل ښار د پنځمې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۶:۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .