په خوست ولایت کې سېلاب ځپلو کورنیو ته 1,613,406 نقدي افغانۍ ووېشل شوی

rahyab
جمعه ۱۳۹۹/۸/۲۳ - ۱۲:۲۸
22

خوست - لړم - 22 مه - 1399
هغو 36 کورنیو چې د روان کال وږي میاشتې په 5,4 او 6مې نېټې په خوست ولایت کې د سېلابونو له امله یې کورونه ویجاړ شوي وو, نقدي پیسې ترلاسه کړې.
د نقدو پیسو د ويش میکانیزم په مطابق, هر بشپړ ویجاړ شوي کور ته 123,946 افغانۍ او هر نیمایې ویجاړ شوي کور ته 10 زره افغانۍ ووېشل شوی.
باید وویل شي: په مجموع کې 1,613,406 نقدي افغانۍ, نن ورځ 36 کورنیو ته چې مخکي یې کورونه په بشپړه او نیمه توګه ویجاړ شوي وو, ووېشل شوی.
د لومړي ځل لپاره زیانمن شوو ته د دومره نقدي مرستو وېش پرېکړه نیول شوي ده چې په تېرو کې د موجوده طرزالعمل پر بنسټ داسي پېښو لپاره د مرستو کچه کمه وه.
د یادونې وړ ده چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر وړاندیز ته په کتو سره چې د جمهوري ریاست لومړي مرستیالۍ مقام ته چې د پېښو سره مبارزې عالي کمېسیون ریاست په عهده لري, وړاندې او د افغانستان اسلامي جمهوریت ریاست عالي مقام لخوا تائید او منظور شوې دې.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۵۷
Background image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۵۰۰ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ورلډویژن موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت په خواجه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۱۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

 له پېښو د مبارزې آمادګۍ ادارې او د بشر د حقوقو،آزادۍ او بشري مرستو موسسې (IHH) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۴۶
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۳۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ASIO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخی، چې د پروژې تمویل کوونکی يې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .