په خوګیاڼي ولسوالۍ کې د اوبو بند د جوړولو لپاره په ماینونو د ککړو احتمالي سیمو سروې او څېړنه ترسره شوه

د ننګرهار ولایت په خوګیاڼي ولسوالۍ کې د اوبو د بندونو جوړولو په موخه، په ماینونو او ناچاودو توکو د ککړو سیمو د پاکولو لپاره، د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ رئیس، قاري نورالدین رستم خیل، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییس، مولوي سیف الله خالد، د سیمې د خلکو استازي، او د آریا ماین پاکۍ موسسې مسؤل په شتون کې په یاد ولایت کې غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د اوبو د بندونو جوړولو لپاره د FAO موسسې د وړاندیز شویو سیمو څېړنه وشوه او خبرې پرې وشوې او په ډاګه شوه چې د لومړنۍ سروې له مخې, درې سیمې د نږدې ١٠٠٠ متره په واټن کې په چاودېدونکو توکو ککړې پېژندل شوې دي چې تر اوسه نه دې پاکې شوي.
په دې غونډه کې د FAO موسسې سره د همغږۍ د زیاتوالي, له UNMAS څخه د فني او مالي ملاتړ جلبولو او د بودجې د شتون په صورت کې د ځمکو د پاکولو په هکله پرېکړې وشوې.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۰۵ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره