په سرپل ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل شول

د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اومر مؤسسې په ملاتړ، ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل.
دا ناچاوده توکي د سرپل ولایت د ښاروالۍ د محترم ریاست له ساحې څخه د اومر د محترم دفتر له لوري ترلاسه شول او د دقیقې څارنې لاندې خنثی کړل شول. دا اقدام د افغانستان د اسلامي امارت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اومر دفتر تر منځ د همکارۍ د هوکړه لیک په چوکاټ کې ترسره شوی دی.
د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس وویل، چې دغه هڅې د ښاریانو د امنیت د ټینګښت او د احتمالي پېښو د مخنیوي په لړ کې یو مهم ګام دی.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۱۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره