په فراه ولایت کې ناچاوده توکي کشف او له منځه یوړل شول 

rahyab
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۵۰
تصویر خبر

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د (DRC) دفتر د ماین پاکۍ برخې په تخنیکي همکارۍ، د یاد ولایت د پشت ‌رود ولسوالۍ په مساو کلي کې د تېرو جګړو څخه پاتې چاودېدونکي توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل.


په دې چاودېدونکو توکو کې یوه ۸۲ ملي‌ متري د هاوان مرمۍ او اووه د BM1 ډول ۱۰۷ ملي‌متري مرمۍ شتون درلود.

د یاد ریاست مسؤلینو ټینګار کړی چې دا ډول چاودېدونکي توکي د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي. له همدې امله یې له ځایي اوسېدونکو غوښتنه کړې چې که کوم مشکوک شی وویني، له نږدې کېدو څخه دې ډډه وکړي او ژر تر ژره دې له اړوندو مسؤلینو سره اړیکه ونیسي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۰۱ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۶:۳
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته د غیرخوراکي توکو مرستې ووېشلې

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ د نړیوال سازمان (IOM) او (PUMI) دفتر په ملاتړ، د یاد ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د وروستیو شدیدو سېلابونو له امله ۳۰۰ زیانمنو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۱
Background image

په فراه ولایت کې ناچاوده توکي کشف او له منځه یوړل شول 

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د (DRC) دفتر د ماین پاکۍ برخې په تخنیکي همکارۍ، د یاد ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په ګراني کلي کې د تېرو جګړو څخه پاتې چاودېدونکي توکي کشف. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې ووېشلې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په همغږۍ او د Save the Children  او DRC همکارو مؤسسې په مالي ملاتړ، د وروستیو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .