په لغمان ولایت کې د يو ګبيوني ديوال د جوړېدو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۳۷
news image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رئیس قاري خير محمد غازي له مل پلاوي سره یوځای د علینګار ولسوالۍ په سنګر هارون خېلو کلي کې د ګبیوني دیوال د جوړېدو بهیر څخه لیدنه ترسره کړه.  

یاد ګبیوني دیوال د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ د ۳۰۰ متره اوږدوالي په درلودلو سره جوړېږي  چې دا مهال شاوخوا ۳۰ تنه کارګران په کې پر کار بوخت دي.

د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سیمې اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې د شته امکاناتو په چوکاټ کې به د همکارو مؤسسو په ملاتړ د دې ولایت په بېلابېلو خطر سره مخ سیمو کې ورته وقایوي پروژې پلي کړي.

د یادونې وړ ده، چې سیمه ییزو اوسېدونکو د یادې پروژې له پلي کېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د دې دیوال په جوړېدو سره به د دوی کورونه، کرنیزې ځمکې او عامه شتمنۍ د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۲۱ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۵
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۶ سېلاب ځپلو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په مرکز کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۶ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته د غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۰:۴۹
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ۲۷۰ کسانو لپاره ګرم خواړه او لنډمهاله سرپناه برابره کړه

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په مرکز قلعه نو کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو ۲۷۰ کسانو ته د یو وخت ګرم خواړه ووېشل، همدارنګه هغو کورنیو ته چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۵۷
Background image

په فراه ولایت کې چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شول

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DRC موسسې د ماین پاکۍ څانګې په تخنیکي همکارۍ، د ټانک ضد ماینونه او بېلابېلې مرمۍ کشف او په خوندي ډول خنثی کړې.

د فراه ولایت له پېښو سره. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .