په لغمان ولایت کې ۵۰۰ بېوزله کورنیو نغدي پیسې او روغتیایي کېټونه ترلاسه کړل

لغمان- د غبرګولي ۱۶مه-۱۴۰۲
د CAID موسسې د لغمان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت مرکز او الینګار ولسوالۍ اړوند ۵۰۰ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته په درېیم پړاو کې نغدي پیسې او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
د مرستو د وېش په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۴۳۰۰ افغانۍ او یو روغتیایي کېټ ووېشل شو.
