له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغانستان لپاره د ماین پاکۍ DAFA مؤسسې ترمنځ د دوه سوه زره (۲۰۰،۰۰) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه
نن ورځ د یکشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د افغانستان لپاره د ماین پاکۍ DAFA مؤسسې د عملیاتي چارو له آمر محترم بسمل الله حقمل سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په پیل کې ترابی صاحب راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او له هغوی څخه یې وغوښتل، چې خپله پروژه دې په پوره شفاف او چټک ډول سره ترسره کړي.
ورپسې، محترم حقمل د خپلې پروژې په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې خپله پروژه به بې له ځنډه ترسره کوي.
په پای کې، د دواړو لوریو ترمنځ ټولټال د دوه سوه زره (۲۰۰،۰۰۰) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې د هېواد په شمال بلخ، فاریاب، سمنګان، جوزجان او سرپل ولایتونو کې د ماین پاکۍ چارو بیړنیو او تخنیکي ټیمونو په واسطه په ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو ککړې سیمې پاکې او سیمه ییزو اوسېدونکو ته به د یادو توکو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۶/۳۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
