په لغمان کې ۶۳ زیانمنو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې

tamim_azimi
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۴:۱۱
تصویر خبر

مهترلام - ۱۷ صفرالمظفر ۱۴۴۶
د لغمان ولایت پیښو ته د چمتووالي او رسیدنی ملی ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان په همکارۍ له پېښو څخه زیانمنو شویو کسانو ته په مهترلام او د یاد ولایت په پنځو نورو ولسوالیو کې غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې روند کې یاد دفتر هرې کورنۍ ته د آشپزخونی کټ، درې کمپلې، د حفظ الصحې کټ، د سرپناه کټ، د جامو کټ او د سولر څراغ ورکړل، همدارنګه هغو ۱۲ کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ شوي وو، یوه یوه خیمه هم ورکړل شوه.
په داسې حال کې ده چې دغو کورنیو ته پرون هم خوراکي مرستې وېشل شوې وې.
د یادونې وړ ده چې د دغو مرستو ترلاسه کوونکو له پیښو ته د چمتووالی او رسیدنی ریاست او یاد دفتر څخه مننه وکړه.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۲۳
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د روسیې د فدراتیف جمهوریت له سفیر سره وکتل

نن ورځ چهار شنبه له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د روسیې د فدراتیف جمهوریت له سفیر، محترم دیمیتري ژیرنوف او د هغه له پلاوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۴:۲۱
Background image

د یونیسف او د کډوالۍ نړیوال سازمان مسؤلینو د نیمروز ولایت د پل ابریشم په سیمه کې د دې ادارې له پنډغالي څخه لیدنه وکړه

د نن سه‌شنبې ماسپښین، د یونیسف دفتر او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) مسؤلینو له ایران څخه را اېستل شویو اجباري راستنېدونکو لپاره د جوړېدونکي پنډغالي د بهیر څخه لیدنه وکړه او د داخلي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۹:۴۴
Background image

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۹۰ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، یاد ولایت ته له ایران او پاکستان څخه په اجباري توګه راستنېدونکو ۳۹۰  کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. 
په دې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .