د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د ښویېدو په حال کې د ډبرو د تثبیت او پاکولو چارې پیل شوې
د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او تر څارنې لاندې د دره نور ولسوالۍ د ستن او شیمل کلیو د خلکو د غوښتنو او عریضو له مخې، په یادو کلیو کې د ښویېدو په حال کې د ډبرو د تثبیت او پاکولو چارې پیل شوې.
دا پروژو د CWSA موسسې په مالي ملاتړ ترسره کېږي، چې د کار لپاره یې سیمه ییز کاریګر د کار په بدل کې د نغدو پیسو د وېش په توګه ګمارل شوي او نږدې ۵۰۰ متر مکعب ډبرې به د دې پروژې له مخې تثبیت او پاکې شي.
د دې پروژې موخه د خلکو د ځان او مال خوندیتوب، د سړکونه ساته او د نورو احتمالي خطرونو مخنیوی ده، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو وویل، چې د کار په بشپړېدو سره به سیمه له خطر څخه خوندي او د تګ راتګ په برخه کې به د خلکو ستونزې حل شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۰۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
