په لوګر ولایت کې ۵۰ زیانمن شویو کورنیو خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې
لوګر- د تلې ۱۴مه-۱۴۰۱
د ORCD موسسې د لوګر ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، په یاد ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمن شویو ۵۰ کورنیو له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دغو مرستو کې ۲۵ کورنیو، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱ بوتل غوړي ۵ لیټره، ۱۰ کیلو وریجې، ۷ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۱ د ګاز ډبه، ۱ تخته کمپله، ۱ دانه دیګ بخار او یوشمېر نور غیرخوراکي توکي همدارنګه ۲۵ نورو کورنیو، هرې کورنۍ ته ۱ سولر، ۱ باب خیمه، ۱ بطري، ۲ دانې ګروپ، ۱۰ مټر لین او ۱ کنټرولر ووېشل شول.
