په میدان وردګ ولایت کې له ۴۵۹ زیانمن سوې کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې وویشل سوې

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۱:۱۹
news image

میدان وردګ _ ۲۵ صفرالمظفر ۱۴۴۶
د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګی ملي ادارې ریاست، ۴۵۹ کورنیو ته تر سروې وروسته هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریجې، ۵ لیتره غوړي، یو کارتن شیدې، ۵ تختۍ کمپلې، یو د هایجن بسته او ۲۰ ټوټې صابون ووېشل چې په دې وروستیو کې د بهسود په ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې.  
د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګی ملي ادارې رئیس محترم مولوي فیض الله جلالي په دې مرسته وېشلو پروګرام کې وویل: موږ هر څه چې زموږ په وس کې وو، ستاسو په اختیار کې ورکړل او تل زموږ هڅه دا ده چې تاسو سره مرسته وکړو.
په همدې حال کې د دې مرستو ترلاسه کوونکو له پیښو سره د مبارزې ملي ادارې او ا_ا_ا څخه مننه وکړه او د نورو مرستو غوښتنه یې وکړه.

تصویر خبر

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .