په میدان وردګ ولایت کې ۲۵۵ کورنیو د کار په بدل کې نغدي پیسې ترلاسه کړې

میدان وردګ- د لېندۍ ۳۰مه-۱۴۰۲
د پاملرنې موسسې د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په نرخ ولسوالۍ کې ۲۵۵ کورنیو ته د هغو لارو او کاریزونو د پاکولو په بدل کې چې د وروستیو سېلابونو له امله ویجاړ شوي و، نغدي پیسې ووېشلې.
د نغدو پیسو وېش په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۶۷۲۰ افغانۍ ووېشل شوې.