په میدان وردګ ولایت کې ۴۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

میدان وردګ- د وږي ۲۰مه-۱۴۰۱
د OCPA موسسې د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همکاري، د یاد ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې د وروستیو سیلابونو له امله ۴۰ زیانمن شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د یادونې وړ ده چې هرې کورنۍ ته ۲۵ کیلو اوړه، ۷ کیلو بوره، ۳.۵ کیلو لوبیا، ۱ کیلو چاۍ او ۵ لیټره غوړي ووېشل شول.
