په میدان وردګ ولایت کې 140 کسانو د کار په بدل کې نغدي پیسې ترلاسه کړې

میدان وردګ- د لیندۍ1-1402
د پاملرنې موسسې د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي, د یاد ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د هغو لارو او کارېزونو د پاکولو لپاره چې د وروستیو سېلابونو له امله ویجاړ شوي وو, د 140 سیمه ییزو کاریګرو لخوا د دغو لارو او کارېزونو د پاکولو په بدل کې هغوۍ ته نغدي پیسې ووېشلې.
په دې لړۍ کې چې 17 ورځې یې دوام درلود او هر کس ته 6720 افغانۍ ووېشل شوې.
