په ننګرهار ولایت کي ۳۱۷ متره ګبیوني محافظوي دیوال ګټي اخیستنې ته وسپارل شو
ننګرهار- د غبرګولي 23مه- 1401
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان سره په همکاري, د بټي کوټ ولسوالۍ د باریکاب په کلي کې ۳۱۷ متره محافظوي ګبیوني دیوال د سیلاب د خطرونو د مخنیوي په پار جوړ شوې او د بټي کوټ ولسوال, د کډوالۍ نړیوال سازمان استازي او د پېښو سره مبارزې د ریاست استازي شتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
