په ننګرهار ولایت کې د راستنېدونکو وضعیت ته د رسېدنې په موخه د همغږي غونډه ترسره شوه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۴ - ۱۵:۱۵
تصویر خبر

ننګرهار- د تلې ۳مه-۱۴۰۲
د راستنېدونکو وضعیت ته د رسېدنې لپاره د الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي معین په مشرۍ، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، د عامې روغتیا، د کلیو پراختیا وزارتونو او د افغانۍ سرې میاشت ټولنې یو لوړپوړي پلاوي په غړیتوب سره د راستنېدونکو وضعیت ته د رسېدنې په موخه د ننګرهار ولایت سیمه ییز مسوولینو سره د همغږي غونډه ترسره کړه.
په دې غونډه کې پرېکړه وشوه ترڅو په لاندینیو مواردو یو طرزالعمل جوړ شي:
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دې له بهرنیو چارو وزارت سره له هیواد څخه بهر د کډوالو د ژوند په بهیر کې شته ستونزې حل کړي، په مومند دره ولسوالۍ کې حدودأ ۶۰۰ جریبه دولتي ځمکه چې پخوا د یاد کمېسیون لخوا کتل شوي وه، په لومړي ګام کې د ۵۰۰ کورنیو لپاره د هغوۍ اصلي ولایاتو ته د انتقال تر وخت د لنډمهالې سرپناه په توګه جوړه شي. د راستنېدو نه تر یوې میاشتې پورې په همدې ځاۍ کې د هغوۍ لپاره خوراکي توکي واخیستل شي، د ننګرهار ولایت په کچه دې د یاد ولایت والي تر څارنې لاندې د یادو پرېکړو پلي کولو کمېټه جوړه شي او د ولایت کمېټې کاري پرمختګ دې په دوامداره توګه ټاکل شوي کمېسیون ته وړاندې شي.

تصویر خبر

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۳
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۲۹ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دفتر، RRAA او ډاکار مؤسسو په مالي ملاتړ او د ARCIO مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د دې ولایت د ښار په لومړۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۱۶
Background image

د خوست ولایت له پېښو سره مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۶۹ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، UNICEF او د GAALO دفتر په مالي ملاتړ، د دې ولایت اړوند ۱۶۹ کورنیو ته، چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۱۱
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۷۴ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په مرکز کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۷۴ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.

په دې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .