په ننګرهار ولایت کې ۲۰۰ بېوزله او زیانمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو وېش

ننګرهار- د غویي ۲۰مه-۱۴۰۳
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت اړوند ۲۰۰ بېوزله او د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیټره غوړي، ۵ کیلو بوره، نیم کیلو چاۍ، ۵ کیلو لوبیا او ۷ کیلو وریجې ووېشل شوې.