په ننګرهار ولایت کې ۳۰ زیانمن شویو کورنیو نغدي مرستې ترلاسه کړې

ننګرهار- د تلې ۸مه-۱۴۰۱
د IRC موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په خوګیاڼۍ ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شویو ۳۰ کورنیو ته ۱ میلیون او ۲۷۵ زره نغدي مرستې ووېشلې، او هرې کورنۍ ته ۴۲۵۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.