په پروان کې ۱۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې وویشل شوې

پروان - ۲۱ صفرالمظفر ۱۴۴۶
د پروان پیښو ته د چمتووالی او رسیدنې ریاست د یونیسف دفتر سره په ګډه، ۱۹ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو او اور لګېدو له امله په سیاګرد، شینواري، کوه صافي، جبل السراج ولسوالیو او د دغه ولایت په مرکز کې زیانمنې شوې وې، د ولایتي کمیسیون ټیم له خوا تر سروي وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې وویشلې.
په دې روند کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ تخته کمپلې، یو بیک د جامو او یو د حفظ الصحې بسه مرسته ورکړل شوه.
