په پنجشیر ولایت کې دوي ګواښوونکې ډبرې په خوندي توګه له منځه یووړل شوې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۲۱:۲۰
news image

د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو او د وقایوي اقداماتو د پیاوړتیا په موخه، د پنجشیر ولایت په دره ولسوالۍ کې د ښویېدو له خطر سره د مخ ډبرو د ټوټې کولو او له منځه وړلو د دوو مهمو پروژو کار پیل شو.
یادې پروژې د هغو دوو لویو ډبرو د ګواښ له منځه وړلو لپاره پیل شوې دي، چې د سرپرکرامان او زردي تمبنه کلیو د اوسېدونکو ځان او مال یې له جدي خطر سره مخ کړي وو. 
د دې پروژې کار له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس او د دره ولسوالۍ د ولسوال په شتون کې رسماً پیل شو، او اړونده سیمې قراردادي شرکت ته وسپارل شوې. هم‌مهاله، یو تخنیکي ټیم هم ګمارل شوی، تر څو د کار د کیفیت، پلي کېدو او پلان سره سم پرمختګ دوامداره وڅاري.
دا پروژې د طبیعي پېښو د خطرونو د راکمولو، د سیمې د اوسېدونکو د امنیت د ټینګښت او د احتمالي تلفاتو د مخنیوي په برخه کې مهم او اغېزناکه ګام بلل کېږي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۱/۱۹ هـ ق
له پېښو سره مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۰
Background image

د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې یوه ناچاوده د توپ مرمۍ کشف او خنثی شوه

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د DAFA ماین پاکۍ مؤسسې تخنیکي ټیم د یاد ولایت د مرکز ایبک د حسن‌خېل لوارګي په کلي کې د ماین پاکۍ د عملیاتو پر مهال یو فیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۴۶
Background image

د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د مانده او سېلابي‌ لارې د پاکولو چارې پیل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دامان ولسوالۍ د نهر رباط په کلي کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۵۱
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DACAAR موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د دې ولایت اړوند ۲۰۰. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .