په پنجشېر ولایت کې ۳۶ زیانمن شویو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې وشوې

پنجشېر- د وږي ۱۵مه-۱۴۰۱
د پنجشېر ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت اړوند ۳۶ کورنیو ته چې د وروستیو طبیعي پېښو له کبله یې هستوګنځي په بشپړه او په نیمه توګه زیانمن شوي و، له سروې وروسته هرې کورنۍ ته ۵ کیلو اوړه، وریجې ۲۵کیلو، ماش ۱۴ کیلو، مربا ۱۰ ډبي، د میګي آش کارټن او نور غیرخوراکي وسایل ووېشل.
