په پکتیا ولایت کې د یو پل د جوړېدو چارې پرانیستل شوې

rahyab
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۷ - ۱۲:۳۳
news image

پکتیا- د غبرګولي ۲۷مه-۱۴۰۲
الحاج مولوي عبدالله جان سایق پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د خطرونو کمولو او مخنیوي رییس تېره ورځ د پکتیا ولایت په اورګوړ سیمه کې د یو پل د جوړېدو چارې، د مولوي عزیزالله قانت د پکتیا ولایت مقام استازي، مولوي نثار احمد نجات د یاد ولایت پېښو سره د مبارزې رییس، مولوي نصیرالله هجرت د پکتیا ولایت مخابراتو او تکنالوژۍ رییس، مفتی شاه محمود شاهد د ترهګرۍ مرستیال او یو شمېر انجنیرانو په شتون کې پرانیستلې.
لومړۍ مولوي عزیزالله قانت د ولایت مقام استازي له مرکز څخه تللي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ووېل: چې په دې سیمه کې خلک د کانالونو په برخه کې له زیاتو ستونزو سره مخ و، او همدارنګه نوموړي د دې پروژې د چارو په هکله د ښاغلي نجات د یاد ولایت پېښو سره د مبارزې رییس هڅې هم وستایلې.
ورته مهال الحاج مولوي عبدالله جان سایق په خپلو خبرو کې ووېل: چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت او د ولایت مقام مشرتابه په لارښوونې او د اړوندو ریاستونو په همغږي او همکاري سره نن د دغه پل د جوړېدو چارې پیلېږي چې له جوړېدو وروسته به د خلکو زیاتې ستونزې حل شي.
همدارنګه مولوي نثار احمد نجات د پکتیا ولایت پېښو سره د مبارزې رییس، د دغه پل د جوړېدو په هکله پېښو ته د رسېدو وزارت او د ولایت مقام د لارښوونو په هکله یادونه وکړه او ووېل: چې وروسته له هر اړخېزو څېړنو په اساسي ډول د پل په جوړېدو په مجموع کې ۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او مالي ملاتړ یې هم پېښو ته د رسېدو وزارت، د ولایت مقام او د ټولګټو چارو ریاست لخوا ترسره کېږي.

news image


 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .