په پکتیا ولایت کې ۵۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي مرستې ترلاسه کړې
پکتیا- د سلواغې ۳۰مه-۱۴۰۱
د UMMAH خیریه بنسټ د پکتیا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، په یاد ولایت کې ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۴۰ کیلو وریجې، ۱۵ لیټره غوړي، ۷ کیلو لوبیا، ۷ کیلو نخود، ۲۳ کیلو بوره او ۲ کیلو چاۍ ووېشل شول.
