په پکتیکا ولایت کې د ۴۶۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه
پکتیکا- د غوایي ۵مه- ۱۴۰۱
د پکتیکا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، په خوشامند ولسوالۍ کې ۴۶۰ اړمنو کورنیو ته چې ۱۰۰ کورنۍ د شهیدانو وارثین او ۳۶۰ نورې کورنۍ چې د وچکالۍ له امله زیانمنې شوي وې د سروې وروسته د محترم مطیع الله منصور د یاد ولایت پېښو سره د مبارزې رییس په شتون کې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.
