په پکتیکا ولایت کې ۴۸ بېلا بېل ډوله ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل شول

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې د هلوټرسټ ماین پاکۍ نړیوالې موسسې تخنیکي ټیم، د یاد ولایت د شکین ولسوالۍ په شمس الدین چیني کلي کې له تېرو جګړو څخه پاتي شوي ۴۸ عدده بېلابېل ډوله ناچاوده توکي کشف او په خوندي توګه خنثی کړل.
ورته مهال، د یادې موسسې د سروې ټیم د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي ترسره کړل.
دا ناچاوده توکي د کارولو وړ نه وو او د سیمې د خلکو ځان او مال یې له ګواښ سره مخ کړی و، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو وویل، چې د چاودېدونکو توکو له امله د خلکو ځان او مال له خطر سره مخ وو، چې اوس مهال د دې ناچاوده توکو په پاکولو سره سیمه له خطر څخه پاکه او د سیمې اوسېدونکي له احتمالي مرګ ژوبلې او نورو زیانونو څخه خوندي پاتې شول. همدا راز، هغوی له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې د هر ډول مشکوک یا چاودېدونکو توکو د لېدو په وخت کې دې ژر تر ژره د اړونده مسؤلینو سره د اړینو اقداماتو ترسره کولو لپاره اړیکه ونیسي.
نېټه:۲۱/۳/۱۴۴۷
له پيښو سره د مبارزې آمادګی ملي اداره