په کابل ولایت کې ۲۱ زیانمن شویو کورنیو خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې
کابل- د وږي ۲۳مه-۱۴۰۱
د کابل ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت د شکردرې ولسوالۍ ۲۱ کورنیو ته چې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو غنم، ۱۰۰ کیلو وریجې، د پخلنځي ۱ کېټ، ۱ روغتیایي کېټ او یوشمېر نور توکي ووېشل.
