په کابل ولایت کې ۴۵ کارګرانو ته د کار زمینه برابره شوه
کابل- د کب ۲مه-۱۴۰۱
د کابل ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د DRC موسسې او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ترمنځ د تړون لیک له مخې، د یاد ولایت په ۱۳مې او ۱۴مې ناحیو کې د سېلاب د خطر څخه د مخنیوي په موخه د یو سیند د پاکولو لپاره ۴۵ کارګرانو ته د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژې په لړ کې، د کار زمینه برابره کړه او محترم الحاج مولوی محمد سلیم حقانی د کابل ولایت پېښو سره د مبارزې رییس د یاد ریاست د کارکونکو په شتون کې د سیند د پاکولو له چارو څخه څارنه وکړه.
