په کابل ولایت کې 777 اړمنو او بېوزلو کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې

کابل- د لړم 26مه-1402
د ARWOE موسسې د کابل ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي او همکاري, د کابل ولایت مرکز څلورمې ناحیې اړوند 777 اړمنو او بېوزلو کورنیو ته د کابل ولایت پېښو سره د مبارزې رییس محترم محمد سلیم حقاني په شتون کې نغدي مرستې ووېشلې.
د مرستو د وېش په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د 75 امریکایي ډالرو په معادل افغانۍ ووېشل شوې.