په کندز ولایت کې چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شول
د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د (MCPA) مؤسسې په همکارۍ او د UNDP په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز او چهار دره ولسوالۍ کې له تېرو جګوږ څخه پاتې شوي چاودېدونکي توکي کشف او په خوندي توګه له منځه یوړل.
په دې عملیاتو کې، ۲۰ کیلویي ۲ ماینونه، ۲ د ټانګ ضد ماینونه، ۲ د پرسونل ضد واړه ماینونه، ۲۳ د DC توپ فشنګ، ۴۵ د راکټ فشنګ، ۱۶ د هاوان فشنګ، ۶۵۰ د SAA فشنګ او ۱۲۰ بېلابېل فیوزونه په خوندي توګه خنثی شول. دا اقدام د چهار درې ولسوالۍ او د کندز د قومندانۍ په همغږۍ ترسره شو ترڅو خلک د دې توکو له خطر څخه خوندي پاتې شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۹/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
