په کندهار ولایت کې د اوبو یو چیک ډیم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
کندهار- د سلواغې ۲۹مه-۱۴۰۱
د DRC موسسې د کندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په بولدک ولسوالۍ کې د اوبو چیک ډيم، د ۱۳ متره په لوړوالي ، ۶۰ متره اوږدوالي، ۶۲ متره عرض او ۱۷۰۰۰۰ متر مکعب اوبو ځېرمه کولو په ظرفیت سره د ۵۳۰۰۰ امریکایي ډالرو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاره.
