په کندهار ولایت کې د میانکو د اوبو چک ډیم جوړولو چارې په چټکۍ سره پرمخ روانې دي
کندهار- د کب ۴مه-۱۴۰۱
د کندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د DRC موسسې مالي ملاتړ، د یاد ولایت په نېش ولسوالۍ کې د میانکو په نوم د اوبو چک ډېم له چارو څخه څارنه ارزونه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د دغه چک دېم ۳۵ سلنه چارې بشپړې شوي، او په دغه پروژه کې ۱۹۳ کارګرو ته د کار زمینه برابره شوې چې د ورځې ۴۰۰ افغانیو په بدل کې کار کوي، او همدارنګه د دغه چګ ډېم له جوړېدو سره به د ۶۰۰۰ کورنیو د اوبو نشتوالي ستونزه حل شي.
