په کندهار ولایت کې ۱۴ زیانمنو کورنیو خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې

کندهار- د لېندۍ ۱۴مه-۱۴۰۲
د کندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت اړوند ۱۴ کورنیو ته چې د اورلګېدنې له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو غنم، ۲۵ کیلو وریجې، ۱۰ کیلو مُۍ، ۱ کارټن پنبه، ۱ کارټن مګي آش، ۱ دانه د اوبو سطل، ۵ سیټ د کور توکي او ۱ لویه خیمه ووېشل شول.