په کندهار ولایت کې 244 بېځایه شویو کورنیو سره نقدي مرستې ترسره شوی
کندهار - سلواغې13مه - 1399
د کندهار ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د IOM موسسې سره په همکارۍ, 244 کورنیو ته چې د دې ولایت ارغنداب, ژړۍ, میوند, پنجوایي ولسوالیو او د هلمند او ارزګان ولایتونو څخه بېځای او د کندهار ولایت په مرکز کې ځای پر ځای شوي وې, له سروې وروسته هرې کورنۍ ته 15,350 نقدي افغانۍ ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې یادو کورنیو ته په تېرو دوو اونیو کې د غذایي, غیر غذایي توکو او موقت سرپناه (خیمې) هم وېشل شوي.
