په کندهار کې د ۳۳۵ متر په اوږدوالي د استنادي دیوار د جوړولو کار پیل
کندهار- دغبرګولي ۱۵مه- ۱۴۰۱
د کندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) سره په همکاري، د کندهار ښار په اتمه ناحیه کې د ۳۳۵ متر په اوږدوالي د استنادي دیوار د جوړولو کار پیل کړ، چې دغه دیوار کولاۍ شي زیات شمېر کورونه د سېلاب له خطر څخه خوندي وساتي.
