په کونړ ولایت کی 49 زیانمنو کورنیو سره مرستې ترسره شوی.

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۷ - ۱۵:۱۰
تصویر خبر

نن یکشنبه دحمل ۷ نیټ
د کونړ ولایت پیښوپر وړاندی د مبارزی ریاست د IOM موسسی سره په همکاري، ددی ولایت په ۶ ولسوالیو کی ۴۹ زیانمنو کورنیو ته چی کورونه یی د اورښتونو له امله زیانمن شوي وو د غیرخوراکي توکو مرستې ووېشلې، چی هری کورنی د 3 تختی رنګه کمپل، 1 د کیټ د پخلنځي سامان، 1 کیټ دماشومانو ژمنی البسه،1تخته پلاستکی فرش،1 سلورلایټ او  1 کیټ د کورجوړنی اړین وسایل(ترپال، اره، بیلچه،  کلنګ، اونور.) او ۱۱ کورنیو ته ۱۱ بابه خیمې ووېشل شوې.
همدارنګه په نږدې وخت کې به دغو او نورو زیانمنو کورنیو سره دخوراکي اوغیر خوراکي توکو مرستی ترسره شي.
ددی ترڅنګ نن ورځ د DRC موسسی له لوري داسمار۲۹ کورنیو سره چی کورونه یی دتیرو اورښتونو له امله زیانمن شوي وود کورونو دترمیم په خاطر 28000 افغانی نقدي مرسته ترسره شوه او ترڅنګ یی همدغو کورنیو ته دکورجوړونی وسایل هم ووېشل.

تصویر

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۴۵
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله ۷۰۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو ته تر سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۴
Background image

د بغلان ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې یو کړۍ د وسایطو ضد ماین کشف او خنثی شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین پاکی د انسجام او همغږی ریاست له لوري، د 0708606060 بیړنۍ شمیری سره د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ د قشلاق تپه ۲ چاه جنګان کلي د خلکو د اړیکې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۹
Background image

د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول 

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د DRC ماین پاکۍ موسسې د پنځم چټک غبرګون ټیم د یاد ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په کوهک کلي کې ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول خنثی. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .