په کونړ ولایت کې د جګړې له امله ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته بېړنۍ خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۸:۳۵
news image

نن دوشنبه د کونړ له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د یاد ولایت اړوند ۱۰۰ کورنیو ته چې د افغانستان اسلامي امارت مجاهدینو او پاکستاني پوځ ترمنځ د خاص کونړ ولسوالۍ اړوند شالی دری شیګا، انارګۍ، ډنډو او لړموکڅ په سرحدي سیمو کې د وروستۍ جګړې له امله بېځایه شوې وې, بېړنۍ خوراکي او غیرخوراکي  مرستې ووېشلې.
دغه مرستې چې یادې ولسوالۍ ته لېږدول شوې وې, د سروی په ترڅ کې د کورنیو له تثبیت وروسته هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه, ۲۵ کیلو وریجې, ۵ لیټره غوړي، ۵ تختی کمپلې او همدارنګه د سرې میاشتې ریاست لخوا  یو تخته ترپال له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس الحاج قاري ثابت الله صدیقي، سرې میاشتې رئیس حاجی شاه زلمی او د ولایت مقام استازي په حضور کې یادو کورنیو ته ووېشل شوې.

نیته:۱۴۴۶/۳/۲۷
له پېښو سره د مبارزی آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .