په کونړ ولایت کې ۵۰ زلزله‌ځپلو کورنیو ته ۵ قلمه غیرخوراکي توکي ووېشل شول

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۹:۵۷
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د خپلو یو له کاري شریکانو څخه, د هستوګنې لپاره د آغا خان بنسټ په ملاتړ، د کونړ ولایت په ډیوه‌ګل دره کې د شهیدانو، ټپیانو او زیانمنو ۵۰ کورنیو ته، ۵ قلمه غیرخوراکي توکي ووېشل.
د مرستو د وېش په دې پروګرام کې د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس, مولوي محمد مبین عمر مفتون وویل، چې نن د هستوګنې لپاره د آغا خان بنسټ سره په همغږۍ د شهیدانو، ټپیانو او زیانمنو ۵۰ کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې.
په همدې مهال، د یاد بنسټ د اړیکو آمر شکرالله مدني وویل، چې په دې مرستو کې ۵۰ پایې خیمې، ۸۸ تختې ترپالونه، ۵۰ د پخلنځي بستې او ۵۰ د روغتیايي وسایلو بستې شاملې دي.
همدارنګه، د دغو مرستو ترلاسه کوونکو د خوښۍ او مننې تر څنګ وویل چې زیانمن خلک لا هم نورو مرستو ته اړتیا لري.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۱۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .