پکتیا ولایت کې ۴۱۵۰ زیانمنو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش لړۍ پیل شوه
ګردیز_ چهارشنبه، د وري ۴مه ۱۴۰۰
د پکتیا ولایت پېښو پر وړاندې مبارزې او چمتووالي ریاست سره په همغږۍ د خوراک نړیوال سازمان (WFP) لخوا د (قید او شرط پرته) تر نامه لاندې ۴۱۵۰ کورنیو ته د خوراکي توکو ویش لړۍ پیل شوه.
ذکر شوي کورنۍ د ګردیز، روحاني بابا او لجه منګل ولسوالیو څخه د خوراک نړیوال سازمان لخوا غوره شويدي او په خوراکي توکو کې (اوړه: ۹۲ کیلوګرام، دال: ۱۷ کیلو ګرام، غوړي: ۸ لیتره او د ماشومانو روغتیايي ځواکمنتیا ) توکي شامل دي.
د وېش پدې مراسمو د پېښو پر وړاندې مبارزې رئیس محترم شادیم خان هلال، د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس انجنیر عبیدالله مرهوني او د خوراک نړیوال سازمان پلي کوونکي ادارې مسول انجنیر خان محمد توتاخیل ګډون درلود.
په پلان کې ده چې په راتلونکي دریو نورو ولسوالیو ۱۴۷۷ کورنیو ته هم د خوراک نړیوال سازمان لخوا خوراکي توکي را واستول شي.
د يادونې وړ ده چې پورته ذکر شويو کورنيو ته د خوراکي توکو وېش د څلورو میاشتو مودې لپاره څلور ځلې ترسره کيږي او نن ورځ د دوو میاشتو توکي یو ځايي ورکړل شول.
