پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت خبري ناسته؛ څه د پاسه ۱۰ زره زلزلې ځپلو کورنیو خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې ترلاسه کړې

rahyab
شنبه ۱۴۰۱/۴/۱۱ - ۲۰:۱۱
News

کابل- د چنګاښ ۱۱مه-۱۴۰۱
مولوي شرف الدین مسلم پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال، په رسنیز کنفرانس کې وویل: څه د پاسه ۱۰ زره کورنۍ چې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزلې له امله زیانمنې شوي وې، نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستي یې ترلاسه کړې.
مولوي شرف الدین مسلم، چې نن شنبه د حکومت د عامه او استراتیژیکو اړیکو ادارې د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې په یو خبري کنفرانس کې زلزلې ځپلو ته د رسېدنې په اړه خبرې کولې، او د اندېښنې په ښوودو سره یې زیاته کړه چې له بده مرغه د ځاني او مالي زیانونو شمېر زیات دې. نوموړي زیاته کړه چې څه د ۱۶۰ میلیونه نغدي افغانۍ، د شهیدانو ورثې او ټپیانو ته چې د هر شهید کورنۍ ته ۱۰۰ زره افغانۍ او د هر ټپي کورنۍ ته ۵۰ زره افغانۍ ووېشلې.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال همدارنګه زیاته کړه: له دغې زلزلې څخه اوښتي زیانونو نه جبرانېدونکي دي چې له جملې یې ۱۰۰۶ کسان شهیدان، ۳۰۱۸ کسان ټپیان، ۱۷۸۱۶ کورونه په بشپړه او نیمه توګه ویجاړ شوي دي.
ښاغلي مسلم څرګنده کړه چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د زیانمن شویو د وضعیت ته د رسېدنې د چارو په برخه کې د یو مسسول بنسټ او د حکومت د یوې برخې په توګه امکاناتو ته په پام سره، د پېښو سره مبارزې دولتي عالي کمېسیون غړو ادارو، د ملي او نړیوالو موسسو، ولسي بنسټونو، خیریه بنسټونو، سیمه ییزو ادارو مسوولینو، هوایي ځواکونو او د مجاهدینو په همکاري سره بېړني اقدامات ترسره کړل.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال، د جلالتمآب محترم ریس الوزرا او د ریاست الوزرا محترم لومړي مرستیال او د پېښو سره مبارزې د دولتي عالي کمېسیون رییس له هر اړخېز ملاتړ څخه، د پېښو سره مبارزې دولتي عالي کمېسیون غړو وزارتونو په ځانګړي توګه د ملي دفاع وزارت، د مالیې، د عامې روغتیا، د کلیو او پراختیا، د سرې میاشتې، د کډوالو او راستنېدونکو وزارتونو، د مرسته کونکو هېوادونو، پاکستان، هند، ایران، ترکمنستان، ازبیکستان، چین، قطر، د متحده عربي اماراتو، ملي او نړیوالو بنسټونو، صرافانو، د سوداګرۍ خونو، سوداګرو له مرستو او په ټول هیواد کې  د رسنیو او د ګرانو هیوادوالو د خواخوږۍ څخه مننه وکړه.
په پای کې مولوي شرف الدین مسلم وویل: د جلالتمآب امیرالمومنین حفظه الله په مستقیمې لارښوونې سره د سوق او ادارې مرکز، د پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مرستیال په مشرۍ او د کډوالو او راستنیدونکو، د سرې میاشتې او د یادو ولایتونو سیمه ییزو مسوولینو په غړیتوب سره، د ودانیو د بیارغونې او د شهیدانو د وارثینو، ټپیانو او زیانمن شویو ته د رسېدنې په پار جوړ شوۍ، چې د ریاست الوزرا جلالتمآب لومړي مرستیال، د کورنیو چارو وزیر جلالتمآب خلیفه صاحب او د امیر المومنین ځانګړي استازي لخوا به د سوق او ادارې د مرکز له کاري پروسې څخه څارنه ترسره کېږي.

News pictureNews picture

 


 

 

News picture

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .