پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مشرتابه غونډه ترسره شوه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۱ - ۱۲:۴۸
تصویر خبر

کابل- ۱۴۴۴.۶.۱۹
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مشرتابه غونډه، نن د الحاج ملا محمد عباس آخند پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر په مشرۍ، د الحاج مولوي عبدالرحمن زاهد، د مالي او اداري لوی رییس، رییسانو، سلاکارانو او د اړوند برخو آمرینو په ګډون ترسره شوه.
لومړۍ محترم الحاج ملا محمد عباس آخند، په هېواد کې د پېښو مدیریت په برخه کې د مرکزي او ولایتي کارکونکو له نه ستړېدونکي هلو ځلو څخه په ستاینې سره ووېل: اوس مهال د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه جدي پاملرنه د پېښو مدیریت ته ده، او د کړنو د لازیاتې همغږي کولو او پر همکاري یې ټینګار وکړ.
ورته مهال د بیلابیلو برخو مسوولینو، پر اطلاعاتو، مستحقینو ته د ژمني مرستو وېش، عادي او پراختیایي بودجه، د وزارت جوړښت، نوکریوالي او د وقایوي پروژو پر پلې کولو باندې خبرې وکړې.
د دې غونډې په پاۍ کې د فعالیتونو لومړیتوب او دقیق پلان جوړونه او د کاري بهیر چټکتیا، د وقایوي پروژو د پلي کولو لپاره د بودجې ترتیب، په ۱۴۴۵ کال کې د ادارې د جوړښت پراختیا او په وخت سره د اطلاعاتو پر شریکولو باندې ټینګار وشو او په دې اړه مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وشوې.

تصویر خبر

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .