پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال او زلزلې ځپلو ته د رسېدنې او مرستو د تنظیم کمېسیون سرپرست د برمل قومي مشرانو سره وکتل

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۳ - ۱۳:۲۶
news

کابل- د وږي ۲۳مه-۱۴۰۱
محترم مولوي شرف الدین مسلم، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال او زلزلې ځپلو ته د رسېدنې او مرستو د تنظیم کمېسیون سرپرست نن سهار د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ د وروستیو سیلاب ځپلو او مشرانو سره ولیدل او د هغوۍ ستونزې یې واورېدې.
په دې لیدنه کې د برمل خلکو د وروستۍ زلزلې له امله رامنځته شويو ستونزو په یادونې سره د هغوۍ د حل غوښتنه وکړه.
ورته مهال هغوۍ د مخابراتي شبکو، د روغتیایي کلینیکونو او د تګ او راتګ لویو لارو نشتون د نورو ستونزو په توګه یادې کړې.
ورپسې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال ووېل چې د دغو خلکو ستونزو ته به رسېدنه وشي.
ښاغلي مسلم زیاته کړه چې د دې ترڅنګ چې د ولایت مقام سره به خبرې وکړي د پېښو سره مبارزې ریاست ته یې لارښوونه وکړه ترڅو د مرستندویه موسسو سره دي خبرې وکړي او د یاد ریاست له امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره دي هم د برمل د خلکو سره لازمې مرستې وکړي.

تصویر خبر

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .