پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د ترکیې جمهوریت تیکا موسسې مشر او کاردیناتور سره وکتل

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۶ - ۱۱:۳۹
تصویر خبر

کابل- د لړم ۲۶مه-۱۴۰۱
محترم الحاج ملا محمد عباس آخند، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر نن سهار په خپل کاري دفتر کې له ذوهتوچال، د ترکیې جمهوریت تیکا موسسې مشر او کاردیناتور سره په بېړنیو حالاتو کې د دغه وزارت د کارکونکو ظرفیت لوړولو په موخه وکتل او خبرې یې وکړې.
په دغه ناسته کې د تیکا موسسې مشر د تیکا دفتر د کړنو په اړه د معلوماتو په وړاندې کولو سره ووېل: دا موسسه د نړۍ په اکثره هیوادونو کې په ځانګړي توګه په افغانستان کې په بېړنیو حالاتو کې د کارکونکو د ظرفیت لوړولو او په بېړنیو حالاتو کې زیانمن شویو ته د مرستو رسولو په برخه کې کار کوي.
نوموړي زیاته کړه چې د تیکا موسسه، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د کارکونکو لپاره په کابل او یا هم په ترکیه کې د لنډمهاله روزنیزو پروګرامونو زمینه برابروي.
وروسته پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر، د ښه راغلاست ترڅنګ د ترکیې جمهوریت هیواد څخه د ستاینې او په تېر وخت کې د افغانستان او ترکیې د دوستي په یادولو سره ووېل: په بېړنیو حالاتو کې د دغه وزارت د کارکونکو ظرفیت لوړولو په برخه د تیکا موسسې همکاري مهمه او حیاتي ده. 
الحاج ملا محمد عباس آخند، د دغه وزارت فعالیتونه د غیرسیاسي په بللو سره زیاته کړه: د کارکونکو د ظرفیت لوړلو سربېره د پېښو لکه سیلابونو او نورو طبیعي پېښو مدیریت او د پېښو له امله رامنځته شویو ځاني او مالي زیانونو څخه د مخنیوي لپاره تکنالوژي او پرمختللیو وسایلو او په دې برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه.
په پاۍ کې دواړو خواوو پر لازیاتو همکاریو باندې په خبرو سره ژمنه وکړه ترڅو د اړتیاوو د اروزنې څخه وروسته د تیکا دفتر به له دغه وزارت سره د تکنالوژي او وسایلو پلورلو په برخه کې همکاري وکړي.

تصویر خبر

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۶:۳۱
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۰ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، یاد ولایت ته له ایران څخه په اجباري توګه راستنېدونکو ۵۰ کورنیو ته تر سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۶:۲۶
Background image

د سمنگان ولایت په مرکز کې د یو استنادي دیوال د ترمیم کار پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د مرکز په آسیای عرب سیمه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۵:۲۰
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ بېوزله کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د درمان موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، په کابل ښار کې ۲۰۰. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .