پېښو ته د رسېو په چارو کې د دولت وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر له مرستیال سره وکتل؛ اوچا به په سږني ژمي کې پر ۱۶ میلیونه خلکو بشري مرستې وویشي

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳ - ۱۴:۳۵
news image

کابل – د مرغومي ۳مه-۱۴۰۲
محترم الحاج ملا محمد عباس آخند پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر، نن له ماسپښین مخکې، له محترم آقا محمد زید خاطر په افغانستان کې د ملګروملتونو بشري مرستو همغږي کونکي دفتر (UN-OCHA) له مرستیال سره لیدنه او په راتلونکي میلادي کال کې د دغه سازمان پر کاري پلان او د ژمنیو مرستو په اړه خبرې او د نظرونه تبادله وکړه.
د اوچا دفتر مرستیال ووېل چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان ۲۳.۸ میلیونه وګړي چې د دې هېواد له نیمایي نفوس څخه زیات دی بشري مرستو ته اړتیا لري او د مدیریت لپاره یې ۲.۰۶ ملیارده ډالرو ته اړتیا ده. نوموړي همدارنګه ووېل چې دغه سازمان د هیواد په بېلابېلو برخو کې له اړمنو خلکو سره لیدلي دي او د هغوۍ اړتیاوو ته یې په څلورو زونونو کې پر دریو برخو لومړیتوب ورکړی دی.
ښاغلي خاطر ووېل چې اوچا په ژمني پروګرام کې ۱۶ میلیونه کسانو ته بشري مرستې چې خوراکي، ژمنۍ البسې، کمپلې، د کورونو ګرمولو په موخه د سون توکي او روغتیایي مرستې پکې شاملې دي، هغوۍ ته به یې ووېشي. هغه زیاته کړه چې دغه مرستې به اړمنو ته چې بشري مرستو ته اړتیا لري، د وچکالیو له امله زیانمنو او کډوالو ته چې په اجباري ډول هیواد ته راستانه شوي، ووېشل شي.
ورته مهال پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر ووېل چې د دې ترڅنګ چې خلک خوراکي او غیرخوراکي مرستو ته اړتیا لري له ګاونډویو هیوادونو په اجباري ډول ایستل شویو کډوالو او د پېښو له امله زیانمنو لپاره ترټولو اساسي اړتیا د هغوۍ دایمي سرپناه ده. چې د هغوۍ لپاره د هستوګنځایونو جوړولو او ترمیم په برخه کې پاملرنه وشي. همدارنګه نوموړي ووېل چې په افغانستان کې نفوس داسې دی چې په یوځاۍ کې کم او په بل ځاۍ کې ډېر دی چې د هغوۍ هستوګنیزو سیمو ته په کتو سره یې د زیانمنتیا کچه بېلابېله ده.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د افغانستان لیدلورۍ کتاب په اړه یادونه وکړه چې د دې وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست لخوا ترتیب شوې، او ووېل چې موږ دغه کتاب د زیانمنونکو سیمو د پېژندلو په موخه ترتیب کړې. ښاغلي وزیر یو جلد دغه کتاب ښاغلي خاطر ته ډالۍ کړ ترڅو یې ولولي او د مرستو راجلبولو او د طبیعي پېښو مدیریت په برخه کې د دې کتاب محتوا وکاروي.

news image

news image

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .